ارزګان: ترینکوټ کې اووم کنډک طالبانو ته تسلیم شو

کابل ټکی کام: لړم ۹ مه ۱۳۹ل ( بصیراحمد پاڅون )
تیره شپه د ارزګان ولایت مرکز په درویشان سیمه کې میشت اووم کنډک ټول حکومتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي.
طالبان وایي : چې له حکومتي سرتیرو سره د طالبانو د جلب او جذب کمیسیون د غړو له خبرو وروسته د اووم کڼدک ټول افسران او سرتیري چې شمیر یې د ۷  کنډک قومندان محمداسماعیل ، د قرارګاه قومندان ډګرمن تورن رفیق الله ، او د معاون عبدالصمد بریدمن په شمول ۴۲ تنه کیږي له طالبانو سره یو ځای شول.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي: نوموړو له ځان سره ۳۴ امریکايي ټوپکونه ۱۰ میله ثقیلان ، دوه راکټونه ، ۶ نارنجک ، ۲ وسط هاوانونه ، ۲ دهشکې ، یو درازکوف ، یو ایس پي جي ۹ توپ ، ۳ ټانکونه ، ۲ رینجرموټر، ۵ غټي مخابرې ، ۳ لاسي مخابرې ، ۱۰۰۰۰۰ یولک مرمۍ ، او زیات شمیر نورمهمات  مجاهدینوته سپارلي دي.
د ارزګان ولایتي چارواکو تر دې وخته په دې اړه څه نه دي ویلي
د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه پوستې او پوځي پنډغالي د طالبانو په ولکه کې لویدلي چې ځینې یې د جګړې او ځینې یې د خبرو لارې په خپله ولکه کې اخیستي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button