د سوريې تلويزيون: د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۱) الماس خدرخېل

د سوريې رسنۍ وايي، په يوه هوايي بريد کې د داعش يا د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی دی.

د سپوټنک خبري اژانس د سوريې د دولتي تلويزيون له قوله راپور ورکړی، چې نوموړی تېره ورځ د هوايي بريد پر مهال وژل شوی دی.

د روسيې ۲۴ تلويزيون ويلي، دا بريد پرون ورځ د سوريې په رقه کې د سوريې او عراق پولې ته څېرمه ترسره شوی دی.

تر دې مخکې هم د ابوبکر البغدادي د وژل کيدو او د نيول کيدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button