شاعر: اولیاء عمري
زموږ د خړ کلـــي ځوانان دې هر ســـهار يادوي’
هم بېګانه هم دي شناخته هم دې خپل يار يادوي’
زړه دې له ټــولــو نــه د حسـن په اورو کښلی دی
هم دې د کـور،کلـي کور ځوانان په افتخار یادوې
د ســتا یـادونــه غــــم ځپلي ګرد چـاپــېر دي رانــه
سلګـۍ یې اورمـه زمـونــږ دې ټــول ښــار یــادوي
پــه تصویـرونــو باندې زړه تــه صبر څنګه ورکړم؟
هــر یــو ماښــام دې اوليــــــــــاء قــرار قــرار یادوي


















