(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۴)
د ملګرو ملتونو له خوا د ټاکنو کمیسیون ته د سلاکارې په صفت استول شوې میرمنې رسنیو ته ویلي، چې د دې کمیسیون د عامه اړیکو مسؤل عبدالله نوښتیار ورباندې د جنسي تیري هڅه کړې .
دې سلاکارې په یوه لیک ویلي، په ځلونو مې د ټاکنو د کمیسیون مشرانو ته د دې قضیې د څیړنې وړاندیز کړی، خو چا مې غږ نه دی اوریدلی.
نوموړې وایي؛ د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې داسې مهال چې کمپیوټر ته ناسته وم ،نوښتیار راغی زما لاسونه یې ونیول او د ناروا اړیکو د پیل هڅه یې وکړه خو ما چیغې کړې او هغه مې په زور له ځان څخه لرې کړ.

دا میرمن زیاتوي ما خپل شکایت د ټاکنو د کمیسیون مشرتابه او د ملګرو ملتونو د پرمختګ او همکارۍ سازمان ته ورساو، خو چا مې ژغ وانه وریده.
نوښتیار په دې هکله له څه ویلو ډډه کوي خو د ټاکنو کمیسیون دا خبر مني او زیاتوي چې دوی ته په دې هکله یاده عاریضه رسیدلې وه خو دوی ورته هیڅ کومه توجه نه ده کړې.
دوی وایي، څیړنې کوي که رښتیا هم داسې څه رامنځته شوي وي باید د تورن شخص وظیفه تعلیق شي او یا هم قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
یونما هم ویلي چې دوی له دې قضیې څخه خبر دي خو په وینا یې چې په دې تړاو به څیړنې وکړي.
داپه داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یوې بهرنۍ رسنۍ په یو څیړنیز راپور کې خبر ورکړی و، چې د افغانستان په ټولو دولتي اداراتو، روغتیایي، ښوونیزو او آن رسنیزو ټیمونو کې ښځینه کارمندانې په یو نه، یو ډول د جنسي ځورونو سره مخ دي.


















