کاناډا: یو کس پر خلکو موټر خېژولی، لس کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۴) د کاناډا په ټورنټو ښار کې يوه موټر چلوونکي د خلکو پر ګڼه ګوڼه ځای خپل موټر وروستی او پنځه ويشت کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي سرچينې وايي، په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او پنځلس تنه نور تپيان دي.

د ټورنټو پوليس او عيني شاهدان وايي، هغه کس چې په خلکو يې موټر خېژولی نيولی او پلټنې ترې روانې دي.

د پوليسو په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه په قصدي ډول شوې او که ترافيکي پېښه ده.

سيمه ييزو پوليسو له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته ورنشي او د پېښې په تړاو له پلټونکې ډلې سره مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button