خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

 

اراده:

د يوې سپېرې تجربې سپېرې پايلې

شناند:

یعنی د دوه سري حکومت جوړول او بیا دا بد حالت رامینځته کیدل

 

اصلاح:

د سولې غږ؛ په هديره كې آذان!

شناند:

او یا لکه اوښ ته رباب وهل

 

ویسا:

د يو طرفه اوربند اعلان ته څومره هيله كېداى شي؟

شناند:

همدومره لکه د یوه بیواکه او بې وسه انسان نه چی کیدای شي.

 

هیواد:

آيا انتخابات په ملي ناورين بدلېږي؟

شناند:

چی مشري یې د ټپوسانو په لاس کې وي حتمي ده

 

ویسا:

د جګړې پر خلاف د علماوو فتوا!

شناند:

کوم علماء؟ هغه درباری او ډالری علماء؟؟

 

اصلاح:

د ټرمپ د ستراتېژۍ له ناکامۍ سره هممهاله امریکا پر بدیلو لارو کار کوي

شناند:

انَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْداً «15» وَ أَكِيدُ كَيْداً «16» فَمَهِّلِ الْكافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْداً (17) الطارق.

دا کافران په پرلپسې توګه له چل ول نه کار اخلي، او زه هم تدبیر جوړوم، نو کافرانو له وخت ورکړه او د لږ وخت لپاره یې ځانته پریږده.

 

د مشرانو جرګې غړي:

د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات هېواد د بحران پر لور بیايي

شناند:

هغه هم د جان کیری په لاس د نهال شوي او تپل شوي فاسد حکومت د مشرانو

 

 

اراده:

جگپوړی پاکستاني پلاوی پر افغان سوله د خبرو لپاره کابل ته راځي

شناند:

او هسی خپل وخت به ضایع کړي.

 

ویسا:

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ

شناند:

خو له حقه په ملاتړ کولو ېې بیا ملا ماتیږي؟؟؟

 

هیواد:

د سولې د اعلان هر كلى كوو؛ خو همدومره څه بسنه نه كوي

شناند:

نو بیا باید لومړی سور بریتي او شین سترګي له هیواده وشړل شي.

 

ویسا:

د شانګهاي د همکاریو سازمان امنیتي همکاري: لوی ګواښونه

شناند:

همکاري که تجارت؟ او ګواښونه که چل ول؟

 

اراده:

اخر څه كول په كار دي؟

شناند:

هغه کوتک ماري چې د لیبیا له معمر قذافي سره وشوه

 

۸صبح:

حضور سوال بر انگیز! عناصر غیر افغان در پارلمان افغانستان

مبصر:

ههه پس اګر این پارلمان طبله نباشد پس چی خواهد بود؟

 

ویسا:

بې سره، بې پنجو، بې لكۍ زمرى

شناند:

لکه ګډ فاسد او بې واکه حکومت

 

سرنوشت:

مشرانو جرگه از اعلام آتش بس حکومت و طالبان استقبال کرد

مبصر:

مشرانو جرګه دیګر کار ندارد، فقط تایید کن، تقبیح کن، استقبال کن، و و قت خود را صرف کن و معاش خود را در جیب بنداز و بس.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button