پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بندیان د ترحم مستحقین دي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 13, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
80
ځلې شریک شوی
90
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مولوي فضل ربي  (کوه صافي وال)

اسلام هغه مقدس ، مبارک او پاک دین دی چې که انسان په هغه باندې عمل وکوي نو په دنیا او آخرت کې د انسان د نیکبختي سبب ګرځي او داسې یوه جامعه به را مینځ ته شي چې له هېڅ لوري به نه ورباندې اعتراض وي او نه به د چا حقوق تر پښو لاندې کیږي ، د ژوند په هر اړخ کې د امن غوښتونکی دین او د ژوند هر اړخیز قانون دی د هغه وخت خبره ده چې مسلمانان ډېر په کمزوری حالت کې وو او کفارو ټوله دنیا نیولې وه پدې وخت کې څه کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر لاس لاندې د اسیرانو (بندیانو) په شکل کې د بدر د غزا نه وروسته  راغلل رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو مجاهدینو ته اعلان وکولو  استوصوا بهم خيراً  (له بندیانو سره ښه رویه کوئ)  داسې یې ورته ونه ویل چې ټینګ ټینګ یې وتړئ ، خوراک مه ورکوئ ، ذلیل یې کړئ ځکه دوی هغه کسان وو چې ددې لپاره راغلي وو چې اسلام ختم کړي  بلکه ورته یې وویل له دوی سره ښه رویه وکوئ .

دا هم ولولئ

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

مسلمانانو څه وکول؟

ابو عزيز بن عمير د حضرت مصعب ابن عمیر رضی الله عنه ورور وو هغه وایی :  زه د بدر په بندیانو کې وم کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلان وکولو چې له بندیانو سره ښه رویه کوئ  نو زه د انصارو له یوې ډلې سره وم کله به چې هغوی ډوډۍ خوړه نو خپله به یې خورماوې خوړې او ماته به یې څه ډوډۍ راپیدا کړه  (او خورماوې ډېرې وې ډوډۍ ډېره کمه وه هغه به یې خپله نه خوړه ماته به یې راکړه) ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته امر کړی وو چې له بندیانو سره باید ښه رویه وکوي  چې کله به دوی ډوډۍ پیدا کړه هغه به یې ماته راوړه  زه به شرمېدم بېرته به مې ورکړه چې زه یې نه خورم  هغه به بیا ماته ټینګ شو او بېرته به یې راکړه .

د مسلمانانو لپاره اوس هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدایات او لارښونې د هرې لارې چراغ دی تاریخ پدې ګواه دی چې کله هم مسلمانانو مجاهدینو د څه وخت لپاره کوم کس په بند کې ساتلی تر خلاصېدو وروسته هغه اسلام ته مائل شوی دی ، هغه د مسلمانانو له اخلاقو متاثر شوی دی  ، هغه پداسې حال کې د مسلمانانو له قید نه خلاص شوی دی چې هغه له مسلمانانو راضی وي ، ددې امله اکثر هغه کسان چې له مسلمانانو سره یې په بندي خانه کې وخت تېر کړی وي هغوی مسلمانان شوي دي  تاریخ  په ماضی بعید او قریب کې د داسې ډېرو پېښو شاهد دی   او ترڅو چې مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کړنو عمل کوي همېش به همداسې کیږي .

ددې په عکس کفار چې له یوه اړخه د حقوق بشر دعوه کوي ، له بله پلوه په نړی واله سطحه باندې د بندیانو په هکله د جنیوا تړون لري چې په په ١٢ / اګست /١٩٤٩ کې  په جنیوا کې تصویب او لاسلیک شوی دی ټولو ملکونو د خپلو استازو په لاسلیک سره د هغه عملي کول په ځان لازم کړي دي  خو چې کله مسلمانان له دوی سره بندیان شي نو بیا هغه قانون هم نه مني د مثال په ډول  د پورته یاد شوي قانون یوه ماده ده :

ديارلسمه ماده

 بايد له جنګي قيديانو سره په هر وخت کې انساني چلند وشي او اجازه نشته چې قيد کوونکى کوم داسې ناروا فعل او بې پرواهي وکړي چې د کوم قيدي د مرګ یا ناروغي لامل وګرځي او که چېرته داسې وشي نو دا به ددې تړون ماتول ګڼل کيږي  چې هېچاته يې اجازه نشته په خاصه توګه منع ده چې کوم جنګي قيدي د بدني بدرنګ کولو ښکار شي او يا د کومې طبي آزموينې لپاره استعمال کړل شي يا ورباندې کومه علمي او سائنسي تجربه وکول شي دا چې په هر ډول وي که د قيدي د علاج په موخه وي خو چې قيدي ته پکې فايده نه وي دا کار په سختي سره منع دى .

د جنګي قيدي ساتنه په هروخت کې لازمه ده په خاصه توګه هغه بايد له تهديد ، سخت دريزي ، ښکنځلو او د تماش بينو له کتلو بايد وساتل شي او له قيديانو څخه د انتقام اخيستل او په هغوى باندې خپله غصه سړول هم سخت منع دي . (د دیارلسمې مادې پای)

څوارلسمه ماده

 جنګي قيديان په هر وخت کې ددې حق لري چې د هغوى د شخصيت قدر وشي او د دوى انسانيت ته بايد احترام وشي .

له ښځينه قيديانو سره بايد د هغوى د جنس سره مناسب احترام او چلند وشي او په رويه کې بايد له سړيو څخه ښکته ونه ګڼل شي جنګي قيديان خپل اهليت او حقوق لري کله چې ونيول شي او قيد کوونکى حق نلري قيديان له خپلو اهلي او مدني حقونو څخه منع کړي مګر په دومره اندازه يې منع کولى شي چې قيد اجازه ورکوي .  (د څوارلسمې مادې پای).

نو په دې ورځو کې چې په پل چرخې کې څه زندایان په تکلیف کې دي هغوی د خپل مسلم حق غوښتلو لپاره مبارزه کوي نو که چېرته مونږ په اسلامي قانون باندې عمل کوو نو په اسلام کې هم د یو قیدی حقوق خوندي دي او که چېرته په قانون باندې عمل کوو نو د جنیوا تړون له مونږ سره پروت دی چې په مختلفو ژبو ترجمه شوی دی او هرڅوک ورباندې پوهیږي چې په هغه کې هم د یوه بندي ټول حقونه یاد کړل شوي دي او خوندي دي نو بیا باید د هغه له مخې ورسره چلند وکوو  نو اوس د اسلام او قانون په مینځ کې دا زمونږ په بندی خانو کې دا بندیان ولې له خپلو مسلمو حقونو څخه محروم دي؟

نو مونږ  څرنګه چې اسلامي  دولت یو نو باید د اسلامی شریعت په رڼا کې ټولو بندیانو ته اجازه ورکړو چې له خپلو حقونو څخه برخه من شي او که چېرته د بندیانو په هکله د جنیوا په تړون عمل کوو نو باید هغه ته مخه کړو که هر یو ته مخه کړو نو مشکل به حل شي .

مخکینې مطلب

د دفاع او کورنیوچارو د وزیرانو څرګندونې او د طالبانو غبرګون

بل مطلب

اروپایه ټولنه: دجنرال دوستم قضیه باید په جدي ډول وڅیړل شي

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com