(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳۰)
د کندهار د وژل شوي شوي امنيه قومندان جنرال عبدالرازق ورور تادین د دغه ولايت د نوي امنيه قومندان په توګه وټاکل شو.
د راپورونو له مخې، تادين خان ته د ولسمشر غني له لوري د تورن جنرال رتبه ورکړل شوې او نوموړی يې د کندهار نوی امنيه قومندان ټاکلی دی.
تر دې مخکې د جنرال رازق پلويانو او هغه ته نږدې کسانو له حکومته غوښتي و چې تادين خان دې د جنرال رازق ځایناستی وټاکي.
تيره ورځ داسې راپورونه هم ورکول شول چې د نوي امنيه قومندان په ټاکل کېدو اختلافات رامنځته شوي، بهرنيان غواړي چې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ لپاره وړ او مناسب کس وګماري خو جنرال رازق ته وفاداره کسان د هغه د ورور پر ټاکل کېدو ټينګای کوي.
تادين په کندهار کې د خلکو پر وژنې، په شخصي زندانونو لرلو او د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دی.
جنرال رازق څو مياشتې مخکې په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې دی د امنيه قومندانۍ لپاره د کندهار خلکو ټاکلی او هيڅوک يې د ليرې کولو حق نه لري.
نږدې يوه اوونۍ مخکې د طالبانو يوه نفوذي بريدګر د بهرنيو او حکومتي چارواکو پر غونډه وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د امنيه قومندان جنرال رازق، د امنيت د رئس په ګډون څو تنه چارواکي ووژل شوی او د دغه ولايت د والي ويسا په ګډون څو تنه چارواکي، د کندهار لپاره د امريکايي ځواکونو قومندان ټپيان شول.















