اشرف غني:بهرنیان نه،ګډحکومت د سولې واک لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)

په داسې حال کې چې افغان حکومت تر بل هر وخت په سخت امنیتي حالت کې قرار لري، او امریکایي چارواکو هم له طالبانو سره ملاقاتونه پیل کړي، تازه د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني ویلي، چې حکومت یې د سولې بشپړ واک له ځانه سره لري.

د ملي یووالي حکومت چې د زیاتره ملکي او نظامي اداراتو واکونه یې له امریکا سره دي ، مشر یې پر طالبانو غږ کړی چې بین ‌الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه د ده په وینا چې حکومت د سولې واک پرديو ته نه ورکوي.
که څه هم اشرف غني له پاکستان سره د ډیورند پر کرښه د اغزن تار تیرولو پر معامله تورن دی او له دغه هیواد سره یې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو تړون هم لاسلیک کړی ، یوځل بیا یې ټینګار کړی چې له طالب مشرانو سره مخامخ کیناستلو پرځای ، غواړي له پاکستان سره سوله وکړي، څو په وینا یې د دواړو هیوادونو امنیت خوندي شي.
خو په ورته وخت کې د خلاصون لارې د شورا مشر سید اکبرآغا وایي چې حکومت د سولې هیڅ ریښتینې اراده نه لري او په دې ډول غواړي وخت ضایع کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button