ذ. مجاهد: افغانستان کې بهرنیو وګړو ته هېڅ امنیتي ګواښ نشته؛ د امریکا خبرداری بېاساسه دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۹مه)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیــ..ــحالله مجــ..ــاهد د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر څلورمې درجې خبرداری بېاساسه بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته هېڅ امنیتي ګواښ نه شته.
مجاهد ویلي، هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو وګړي، سیلانیان، ډیپلوماتان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفر کوي او امنیتي ځواکونه د بهرنیو وګړو د امنیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا د اندېښنې لاملونه به وڅېړل شي؛ خو د اسلامي امارت له نظره په افغانستان کې هېڅوک له امنیتي ګواښ سره نه دي مخ. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې امریکا افغانستان د سفر د خبرداري په څلورمه درجه کې شامل کړ او له خپلو وګړو یې وغوښتل چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي.



