ټرمپ: که طالبانو سره خبرې کاميابې شي خپل ځواکونه به کم کړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۷)
د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د کانګرېس کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې اداره يې دا مهال له طالبانو او مختلفو افغان لوريو سره په خبرو بوخته ده او دغه هېواد کې د سياسي حل لپاره مذاکرات په توندۍ روان دي.
ټرمپ وويل، له تيرو دوو لسيرو جګړو وروسته اوس د سولې ضرورت دی، عسکرو مو په افغانستان کې ښه جګړه کړې او اوس هڅه دا ده چې دغه جګړه د سياسي حل له لارې ختمه شي.
دغه راز ټرمپ وويل، که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو سره به په راتلونکو خبر کې توافق ته ورسېږي، هڅه به مو دا وي چې يوې پریکړې ته ورسېږو، خو زياته يې کړه که له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وشي په افغانستان کې به خپل عسکر کم او ټول تمرکز به د ترهګرۍ په مخنیوي وي.
هغه په تيره دسمبر مياشت کې له سوريې د ټولو ځواکونو د ايستلو خبر ورکړ او دغه راز څو ورځې مخکې يې له افغانستانه هم د امريکايي عسکرو د ايستلو خبر ورکړی و.
ټرمپ همدرانګه زياته کړه، امريکا په منځني ختيځ کې له تير دوو لسيزو جګړو له کبله تر اوو زور عسکر له لاره ورکړي او دغه راز تر اوو تريليون ډالرو لګښت يې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په مسکو کې د طالب استازو او افغان سياستوالو تر منځ په کنفرانس کې هم د طالبانو ډير تمرکز په دې و چې بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.



