(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۶)
له نن نه دېرش کاله وړاندې د ۱۹۷۹ميلادي کال په دسمبر مياشت کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ.
خو د افغان ولس مقاومت، قربانيو او وسله وال جهاد شوروي اتحاد په څو برخو وويشه او له افغانستانه يې ايستلو ته اړ کړ.
که څه هم د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال شاوخوا يونيم ميليون افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ميليونونه نور کډوالۍ ته اړ او لسګونه زره معيوب شول خو شوروي اتحاد ځواکونه يې دې ته اړ ړل چې د ۱۹۸۹ د فبروروۍ پر پنځلسمه له افغانستانه په رسمي ډول د خپلو ځواکونو ايستل اعلان کړي.
له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتلو په ډاګه کړه، که د يو هېواد اولس وغواړي چې د یرغل مقابله وکړي، د هغوی پر وړاندې پاڅون وکړي، نو دغه مبارزه يې کامیابيدلای او يرغلګر ځواک تېښتې ته اړ کولای شي.
طالبانو له افغانستانه د شوروي اشغالګرو ځواکونو د وتلو د ديرشمې کليزې په مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي: له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د پرشاتګ ورځ تنها د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د کمونیزم له خطر څخه د ټولې نړۍ د نجات او ژغورنې ورځ ده.
دا ورځ د دې ترڅنګ چې افغانانو ته د یوه تاریخي ویاړ ورځ ده د نننیو اشغالګرو امریکایانو لپاره هم له ځان سره ډیر درسونه لري.
اعلاميه کې راغلي، امريکايان دې د شوروي د ماتې له ورځې عبرت واخلي او مخکي تر دې چې د پخوانیو شورویانو په برخلیک اخته شي د افغانستان اشغال ته خاتمه ورکړي.
طالبانو افغان اولس ته د دغه ورځې مبارکي ويلي او امريکايي اشغالګرو ته يې ورياده کړې څو له ازمايل شويو افغانانو سره خپله زور ازمايي ونه کړي ” د آزمایل شویو آفغانانو له بیا آزمایلو څخه صرف نظر شي، افغانان په هیڅ صورت په خپلو معتقداتو او د هیواد په ملي مصالحو سازش کولو ته تیارنه دي”.
















