(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۴)
نن د افغانستان او ایرلنډي لوبغاړو ترمنځ د شل اوریزه لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې افغان لوبغاړو دغه لوبه کې یوځل بیا په لوی توپیر مقابل لوري ته ماتې ورکړه.
په ننۍ لوبه کې افغانستان د لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه؛ د لوبې اوپننګ ته حضرت الله ځاځي او عثمان غني راووتل چې په ګډه یې ۲۳۶ منډې فارټنرشیف وکړ چې همدغه ملګرتیا په نړیوال شل اوریز کرېکټ کې د تر ټولو د ډېرو منډو ریکارډ بلل کیږي.
حضرت الله ځاځي په ۶۲ توپونو ۱۶۲ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاټې شو خو عثمان غني د ۴۸ توپونو بدل کې د ۷۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځیده.
په همدې لوبې کې حضرت الله ځاځی د افغانستان لومړنی لوبغاړی شو چې د شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې کوي، نوموړي ۱۶ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې.
افغان لوبغاړو کې تر ټولو زیاتې ۴ ویکټې راشد خان واخیستلې او دغه لوبه یې د ۸۴ منډو په توپیر سره وګټله

















