حوثي ځواکونه: پر ریاض مو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع”په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې د سعودي پلازمېنې ریاض کې د «ارامکو» شرکت پر تاسیساتو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د یمن پوځ په اعلامیه کې ادعا کړې چې دغه عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره کړي او هدافو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.
د اعلامیې له مخې، سعودي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صنعا او د یمن پر هغو سیمو چې د دوی په وینا «آزادې سیمې» دي، ټولټال ۶۰ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
یمني ځواکونو ویلي چې د سعودي د وروستیو بریدونو له امله د ترسره شویو بریدونو شمېر له زیاتېدو سره، د تصعید له پیل راهیسې پر یمن د سعودي د هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۱۴۱۰ ته رسېدلی دی.
د یمن وسلهوالو ځواکونو خبرداری ورکړی چې د یمنیانو پر وړاندې د بریدونو دوام به د دوی له لوري د «تصعید پر وړاندې د تصعید» او «محاصرې پر وړاندې د محاصرې» د معادلې د دوام لامل شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې یمني ځواکونه به د سعودي اړوندو ځواکونو پر تجمعاتو او هدفونو بریدونو ته تر هغه دوام ورکړي، څو د دوی په وینا، پر یمن بریدونه ودرول شي او محاصره پای ته ورسېږي.



