مشهور افغان علي بلال د درېیم ځل لپاره د مسټر المپیا سیالیو د نارینه‌وو فزیک دویم مقام خپل کړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)

مشهور افغان د بدن ښکلا ورزشکار علي بلال د درېیم پرله‌پسې ځل لپاره د نړۍ د «مسټر المپیا» سیالیو د نارینه‌وو په فزیک برخه کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دویم شو، په داسې حال کې چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ. د سږني مسټر المپیا سیالۍ د امریکا په لاس‌وېګاس ښار کې په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې.

علي بلال تر دې مخکې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پټرزبورګ پرو سیالیو دویم مقام هم ګټلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button