کابل ټکی کام(یک شنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل):
د تخار چارواکي وايي په درقد ولسوالۍ کې د ملي اردو او پولیسو تر منځ جګړه کې درېیو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر افغان اسلامي اژانس ته ویلي، جګړه د درقد ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د پولیسو او ملي اردو عسکرو تر منځ وروسته له هغه رامنځته شوه، چې لومړۍ لفظي شخړه وشوه.
هغه وايي د پېښې د څېړلو په موخه يې هلته پلاوی هم لېږلی او زیاتوي چې یو پولیس او یو د اردو عسکر ټپيان شوي، خو د مخابرې امر عزیزالرحمن وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ بلخ کې هم د نوي امنیه قومندانۍ د معرفۍ د مخنیوي په هڅه کې نږدې ۲۵ تنو ته مرګژوبله واوښته او د دولتي ځواکونو خپلمنځي جګړې درې ساعته دوام وکړ.
د پوځي شنونکو په باور نظامي لیکو کې یو پر بل اعتمادي تر هغه بریده رسېدلی ده، چې حتی د مخالفو وسلهوالو د بریدونو پر وړاندې هم د دولتي ځواکونو تر منځ همغږې ناشونې شوې ده او پرلپسې د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي.















