جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لمانځه مسائل (۷۱ يمه برخه) – د بادي بواسيرو لرونکى دې د هر لمانځه لپاره اودس کوي

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 17, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
121
ځلې شریک شوی
209
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي

پوښتنه : يو شمېر خلکو ته د بادي بواسيرو تکليف وي، سره له اوداسه هغوى خپل ځانونه بې اودسه محسوسوي، يعنې که چيرته هغوى اودس هم وکړي نو د اودس ماتي پر ځاى هغوى داسې څه محسوسوي لکه په هماغه د اودس په ځاى چې کوم چينجى مينجى يا بل شى حرکت کوي، يا دا محسوسوي لکه چې هوا خارجه شي او يو شمير دا محسوسوي چې د ګرمايش له امله يا د اودس ماتي پر ځاى خوله وي، دوى دا حالت تل (همېشه) يا په ځينو وختونو کې محسوسوي، لهذا د دوى اودس څرنګه قايم پاتې کيدلاى شي او تر کومه وخته پورې؟ يا دا چې دا يوازې وهم دى دېته توجه ندى پکار؟.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

ځواب : داسې کس دې د هر لمانځه لپاره اودس وکړي ([1]).

د سترګو له اپريشن وروسته د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : که د يوه کس سترګې اپريشن کړى شي، او د رکوع او سجدې لپاره د سر ښکته کولو په وخت کې يې  په سترګو کې سخت درد پيدا کيژي او ډير زيات تکليف ورته رسيږي، سترګې يې سرې کيژي، په داسې حالت کې د رکوع او سجدې کولو حکم څه دى؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې که چېرته په رښتيا د رکوع او سجدې په کولو باندې په سترګو کې درد پيدا کيږي، تکليف ورته رسيژي او سترګو ته نقصان رسيژي نو په داسې صورت کې په ناسته لمونځ کولاى شي، رکوع او سجده دې د سر په اشاره سره وکړى شي، د سجدې اشاره د رکوع په نسبت ډيره ښکته پکار دى ([2]).

که په تندي باندې زخم وي نو د سجدې کولو حکم

پوښتنه : که د يوه کس په تندي باندې دانه ختلې وي، آيا د دغه عذر له امله په اشاره سره د لمانځه کولو څه ګنجايش شته دى او که نه؟.

ځواب : داسې کس ته پکار دي چې د يوازې پوزې په لګولو سره سجده وکړي، په مذکوره صورت کې د بيان کړى شوي عذر له امله که چيرته په اشاره سره لمونځ وکړى شي نو لمونځ نه کيږي ([3]).

که په رنځور کې د ناستې طاقت هم نه وي

پوښتنه : که په رنځور کې د ناستې طاقت هم نه وي بيا به څه کوي؟

ځواب : په څملاسته دې لمونځ وکړي، په څملاسته د لمانځه کولو طريقه دا ده چې د شا پر تخته دې پريوځي او پښې دې د قبلې لور ته کړي، خو غځول يې نه دي پکار، زنګنونه دې ودروي او د سر لاندې دې تکيه يا بالښت کيږدي تر څو يې چې سر لږ راپورته شي، د رکوع او سجدې لپاره دې سر ښوروي او په اشاره سره دې لمونځ وکړي، دا صورت غوره دی، دا هم ورته روا ده چې د شمال لور ته سر کړي او په ښي اړخ پريوځي يا د جنوب لور ته سر کړي او پر چپ اړخ پريوځي او په اشاره سره لمونځ وکړي ([4]).

د سترګو په اپريشن کې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : دا چې د سترګو د اپريشن په وخت کې د سر د ښورولو يا په سر سره د اشاره کولو اجازه نه وي، په بستره باندې متيازې پرتې وي، ځينې وخت بدن او جامه هم په متيازې ککړيژي، ايا په داسې حالت کې د لمانځه قضاء کول روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د سر ښورول يا په سر سره اشاره کول يوه ماهر او دينداره ډاکټر منع کړي وي او ا يې د سترګو لپاره مضر ګڼلي وي نو په داسې صورت کې د لمانځه قضاء کول صحي دي، د سترګو يا زړه په اشاره دې لمونځ نکوي، او که چيرته په سر سره اشاره کول مضر نه وي نو په اشاره سره لمونځ کول ضروري دي، او که چيرته بستر ناپاک وي او هغه نه بدلوي نو په هغه دې لمونځ وکړى شي ([5]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٨٨، بحواله : درمختار مع التنوير، ج : ١، ص : ٣٠٥.

([2]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٦٢، بحواله : مراقي الفلاح مع طحطاوي، ص : ٢٣٥، باب صلوة المريض.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٧٤، بحواله : الجوهرة النيرة، ص : ١٠٢، الفتاوى العالمګيرية، ج : ١، ص : ١٣٦.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.

([5]) فتاوۍ محموديه، ٧ : ٥٥٦، بحواله : الفتاوي العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الرابع عشر في صلوة المريض، ج : ١، ص : ١٣٦.

لوی ټکي: حکمسترګو اپرېشنلمونځمريض
مخکینې مطلب

کابل: دولتي عسکرو د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی

بل مطلب

تخار؛ اردو اوپولیسوپه خپل مینځ کې جګړه کړې

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com