دستراتیژیکو مطالعاتو مرکز: دمبهمې جګړې دوام به لاهم نورې ناخوالې وزېږوي

کابل ټکی کام ( جمعه ، ۱۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په افغانستان کې دامریکا روانه جګړه یوه مبهمه جګړه بللې، او ددوام په صورت کې یې دډېرو ناخوالو له پیدا کېدا خبر ورکړی دی.
دوی زیاتوي، دافغان سولې ټکنۍ پروسه او د جنګ د اوږدېدو لامل په افغانستان کې ددولت داخلي اختلافات او په جګړې کې د جنګ نامعلوم طرف او هدف دي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو دې مرکز، چې د کلمبیا هېواد او افغان سولې د پرتلې په تړاو یې علمي بحث جوړ کړی و د بحث ګډونوالو ویلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې عمده لامل د جنګ هدف او طرف نه معلومېدل دي، چې دامریکا جګړه دچا خلاف روانه ده.
دوی وايي په کلمبیا دا هر څه معلوم وو، چې همدا مسئله د دایمي سولې د ټینګښت سبب شوه. په ورته وخت کې د بحث ګډونوالو ویلي، چې د افغان سولې پروسه باید ملي شي، او د هېواد بیلابېل سیاسي او مطرح سیاستوالو ته پکې باید برخه ورکړل شي، چې دا کار حکومت په خپله څلورکلنه دوره کې نه دی کړی او هر څه یې د ځان په خوښه تر سره کړي دي.
ددې بحث ګډونوالو ویلي، چې که افغان جګړه ادامه پیدا کړي نورې نا خوالې به هم وزیږوي.
دوی امریکايي جهت ته دعاجل سیاسي جوړجاړي سپارښتنه کړې، او دائمي سوله یې دنړیوال امنیت عمده مقدمه بللې.



