عراق: په شمالي ښار کرکوک کې شپږو چاودنو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام( جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸)

د عراقي رسنیو د خبر له مخې چې تیر ماښام د کرکوک په ښار کې د مسلسلو چاودنو له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د عراق دفاع وزارت پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې تیر ماښام په پرله پسې ډول ۶ چاودنې د کرکوک په ښار کې شوي دي.

د سرچینې په وینا چې دا بمي چاودنې د کرکوک ښار په بیلا بیلو سیمو کې شوي دي.

د عراق د اردو ځواکونو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې امنیتي ځواکونو دوه بمونه خنثا کړي هم دي.

د دې چاودنو مسؤلیت که څه هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی اخستی خو د چارواکو په وینا چې دا کار داعش د ډلې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button