کابل ټکی کام( جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸)
ترکیه هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات شمیر غیر قانوني افغان کډوال پکې اوسیږي او وخت ناوخت د دې هیواد د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي چې د ۲۰۱۹م کال له پیل څخه یې تر اوسه څه باندې ۲۰زره غیر قانوني افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي.
سلیمان چې یوه خبري کنفرانس ته یې وینا کوله ویلي، د روان میلادي کال له پیل څخه ۴۲زره غیر قانوني افغان کډوال ترکیې ته راغلي دي.
ترکیې ته اکثره افغانان د دې لپاره ځي چې له هغه ځایه بیا اروپایي هیوادونو ته د پنا غوښتنې لپاره ولاړ شي چې د لارې په اوږدو کې له ډیرو سختو تکلیفونو سره مخ کیږي.
په استانبول کې د افغانستان کونسل ذکریا بارکزي له افغان مهاجرینو څخه غوښتنه کړې چې د انساني قاچاقبرانو د دروغو تر اثر لاندې دې نه راځي.
ده ویلي چې د ترکیې اوسنی حالت د دې جوګه نه دی چې غیر قانوني افغان کډوالو ته د کار زمینه پکې برابره شي او نه هم اروپایي هیوادونو ته د تګ لاره برابریدلای شي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ترکیې په افغان کډوالو پسې سخته رااخستې او په هېڅ قیمت یې نه پریږدي چې د دوی له لارو څخه دې څوک اروپا ته ولاړ شي.

















