په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې پاکستان خپله لومړۍ لوبه وبایلله

کابل ټکی کام( جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸)

د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې پاکستان خپله لومړۍ لوبه د ویسټ انډیز په خلاف ترسره کړه او ویې بایلله.

د روان نړیوال جام ننۍ لوبه چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ وه، په عموم کې دوهمه لوبه وه خو د پاکستان او او ویسټ انډیز دواړو لومړۍ لوبه وه.

په ننۍ لوبه کې پاکستان لومړی بیټنګ وکړ او په ۱۰۵ منډو یې په ۲۲م اور کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

پاکستان ویسټ انډیز ته ۱۰۶ منډې هدف وټاکه.

د ویسټ انډیز ټیم یاد هدف په ډیره اسانۍ سره په ۱۴ اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

ویسټ انډیز دوهم ټیم شو چې د دې جام دوهمه لوبه یې وګټله.

تر دې وړاندې لومړۍ لوبه انګلینډ له سوت افریقې نه ګټلې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button