کابل ټکی کام ( شنبه ، ۲۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
امريکايي چارواکي له افغاني جګړې ستړي دي، اوددغې ناکامې جګړې څخه د خلاصون لپاره هرې دربدرۍ ته لاس اچوی.
تازه د امریکا د کانګرېس یو غړی ( براډ شیرمن) وايي، دده په خبره د دې لپاره چې پاکستان د وسله والو طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او افغانستان ثبات ته ورسېږي، ټوله نړۍ باید د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په توګه په رسمیت وپېژني.
د امريکا دکانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې دغه غړی وايي پاکستان له دې وېرېږي چې متحد افغانستان به یې پر خاوره ادعا وکړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې اسلام آباد تر ډېره له هند سره بوخت دی.
ده زياته کړې، د پاکستان د آرامولو او له یوه پیاوړي او هوسا افغانستان نه د هغه د ملاتړ لپاره په کار ده چې د ډیورنډ په رسمیت پېژندلو لپاره نړیوال ملاتړ پیدا شي.
شیرمن وايي دی به وګوري چې د ټولې نړۍ له لوري د دې کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره په ملګرو ملتونو کې څه کولی شي، تر څو افغانستان او پاکستان ته واضیح شي چې همدا کرښه یې رسمي سرحد دی او له دې پرته چې افغانستان د خپلې خاورې د پراختیا لپاره فرصت ته وګوري، دواړه هېوادونه په سوله کې ژوند کولی شي.
د براډ دې خبرو ديوشمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي، او نوموړی يې دافغانستان په کورنيو مسائلو کې په لاس وهنې تورن کړی.
بلې خوا بيا افغان دولت پټه خوله دی او ددې سناتور څرګندونو ته يې کوم غبرګون ندي ښودلی.


















