هند: سختې ګرمۍ نږدې ۳۶ تنه وژلي

کابل ټکی کام ( شنبه ، ۲۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دهندي رسنيو دراپور له مخې، دهندپه يوشمېرسيمو کې د سختې ګرمۍ له امله لسګونه وګړي وژل شوي، او يوشمېر روغتونو ته لېږدول شوي.

هندي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د سختې ګرمۍ څپو نېږدې ۳۶ کسان مړه کړي دي.

ددې هېواد د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې مشر ویلي، هند سږ کال د تر ټولې سختې ګرمې څپې تجربه کوي، چې په تېرو څو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

هندي چار واکي زياتوي، د ګرمۍ دغه څپې ددې هېواد په شمالي او مرکزي برخو کې ډېرې احساسېږي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

په روانه میاشت کې په ډهلي ښار کې د هوا ګرموالی ۴۸ درجو ته رسېدلی دی.

دغه راز ددې هېواد په یوه بل ایالات راجستان کې بیا د میاشتې په سر کې ان ۵۰ درجې ګرمي وه.

ویل کېږي چې د بارانونو کمښت په دغه هېواد کې زیاتې ګرمۍ ته لار هواره کړې ده.

دهندحکومت يوشمېربنسټوته امرکړی ترڅو هغوسيمو ته عاجلې مرستې ورسوي چې سختې ګرمۍ ځپلي.

مربوطه مطالب

Back to top button