هرات کې د ولایتي شوری د غړو ترمنځ جګړه؛ درې تنه ټپیان دي

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۵غبرګولي، ۱۳۹۸)

نن غرمه د هرات د ولایتي شوری د غړو ترمنځ جګړه شوې چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه لا مالومه نه ده چې د شوری د غړو ترمنځ کومې لانجې فزیکي شخړې ته لار هواره کړې ده.

د هرات امنیه قومندانۍ پیښه تائید کړې او زیاته کړې یې ده چې د دې مسئلې څیړنه شروع ده.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي چې د هرات والي، د ملي امنیت رئیس او امنیه قومندان ولایتي شوری ته ورغلي او پیښه له نږدې څیړي.

ویل کیږي امنیتي ځواکونه د ولایتي شوری رانه ګېر چاپېر راتاو دي او چاته اجازه نه ورکول کیږي چې د پیښې ځای ته دننه شي.

د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، چې ټپي شوي کسان ښایي د شوری د غړو ساتونکي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button