کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ایران ته دوروستیو نظامي تحرکاتو په اړه کلکه ګوتڅنډنه کړې، او دکلک انتقام خبرداری یې ورکړی.
الجبیر زیاتوي، ایران به ډېر ژر د خپلو جګړییزو فعالیتونو پر دوام دروند پور پرې کړي.
هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره په لیدنه کې ویلي، دوی جګړه نه غواړي خو که ایران خپلې کړنې سمې نه کړي نو سخت به پښېمانه شي.
عادل زیاته کړې، سعودي په سوله ییزه توګه د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ حلولو غوښتونکی دی خو ایران ستونزې لا ډېروي او اجازه نه ورکوي چې دا کړکېچ راکم شي.
د هغه په وینا اوس به د دوی ټوله هڅه دا وي چې څه ډول کولی شي ایران له پاروونکو اقداماتو را وګرځوي.
کتونکي وايي، امریکا هڅه کوي ترڅویوشمېر عربي هېوادونه دسعودي په مشرۍ له ایران سره په جګړه کې راښکېل کړي، که داسې وشي؛ ډېرې بدې ناخوالې به رامنځته کړي.


















