غورځنګ
دا چې د سلطان صلاح الدین ايوبي له زمانې راهيسې صليبيانو د مسلمانانو پر وړاندې مختلف پلانونه تر تطبيق لاندې نيولي دي او له څو سوو کلونو راهيسې هر يوه پلان ته د عمل جامه وراغوندي، نو په اوسنۍ ماډرن زمانه کې د دغه ډول پلانونو تر ټولو غوره او څرګند مثال اوسنۍ رسنۍ دي، خصوصاً هغه رسنۍ چې په اسلامي نړۍ کې شتون لري او وخت پر وخت په خپلو اعلاناتو کې د مسلمانو ولسونو په سترګو کې خاورې ورشيندي، غربي کفر په اسلامي ټولنو کې رائجوي، پر اسلامي عنعناتو، اساساتو او مقدساتو په ازادانه توګه نيوکې او انتقادات کوي، مسلمان شخصیتونه توهينوي، حقيقي مسلمانانو ته د ترهګرو او بنيادګرو خطاب کوي، اسلام ته ترورېزم وايي او هغه څوک چې په حقيقت کې اسلام پېژني او اسلام يې په حقيقت کې منلی هم دی، ترورستان بولي.
دغه ډول رسنۍ که څه هم ځانونه ازاد او خپلواک بولي خو په حقيقت کې د کفر خادمین او غلامان دي او د مسلمانانو اذهان مشوش کوي، يعنې د اسلام په اړه ورته شکونه وراچوي.
دغه ډول رسنۍ له ډېره وخته کېږي چې په اسلامي ټولنو کې د کفر لپاره خدمت تر سره کوي او بيا په ډېره سپين سترګۍ سره ادعا کوي چې ګواکې دوی ازاد خلک دي او په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو رسنيزه ازادي تأمينوي. خو په حقيقت کې همدوی د مسلمانانو تر منځ د نفاق او بې اتفاقيو اچوونکي دي.
د دغو رسنیو ښکاره بېلګې په افغانستان کې ډېرې موجودې دي چې تقريباً له اتلسو کالو راهيسې، ان ځينې يې له څو لسيزو راهيسې په دغه خباثت کې اخته دي، هغه چې له څو لسيزو راهيسې د غربي ډيموکراسۍ لپاره په دقت کار کوي، بي بي سي، امریکا غږ، ازادۍ او نورې دي، او هغه چې له امريکايي يرغل سره سم رامنځته شوي دي، مثالونه يې، ملي تلوېزيون، يک تلوېزيون، طلوع، لمر او نور تلوېزيونونه دي.
په دغو تلوېزيونونو او راديوګانو کې تر ټولو ژور او قوي کار په افغانانو کې د فحش د خپرولو لپاره تر سره کېږي، چې پکې هندي سريالونه، ترکي فحش سريالونه، دهاليووډ او باليووډ د فحش خپروونکو سينماګانو هغه بې شرمه او لوڅ سريالونه او فلمونه پکې په پښتو او يا فارسي ژباړل کېږي او بيا پکې خپرېږي.
چې دغه خپراوي د افغانستان په ښارونو کې تر ډېره حده خپل هدف ته کار کړی دی او خپل هدف ته رسېدلي دي يعنې په پوره پېمانه په ښارونو کې فحش شتون لري. چې د دې ټولو پړه د همدغو رسنيو په غاړه ده.
دغه رسنۍ د فحشا د خپرولو تر څنګ اذهان هم د کفر او غرب د خدمتونو لپاره برابروي. يعنې د هېواد مشهور او مجاهد اشخاص په بدو نومونو یادوي، مجاهدينو ته د ترورستانو خطاب کوي، د مجاهدينو پر وړاندې عامه اذهان بدلوي او غواړي چې په عامه اذهانو کې مجاهدين ترورستان يا هم دهشت ګرد معرفي کړي.
چې په دغو کارونو کې هم دغه ډول رسنۍ خورا مهم رول لري. نو ځکه ورته د صليبي جګړو تر ټولو مهم او قوي اړخ ويل کېږي.
د دغو رسنيو کارکوونکي په هغو پوهنتونو او ښوونځيو کې روزل کېږي، کوم چې په افغانستان او يا هم نوره نړۍ کې په امریکايي بې شماره ډالرو باندې جوړ شوي دي او اوس هم په امريکايي ډالرو باندې چلېږي او د صليب په خدمت کې واقع دي.
نو په دې اساس هغه چلنج او اخطار چې طالبانو دغه ډول رسنيو ته ورکړی دی، بايد وستايل شي او له طالبانو څخه په دغه اخطار باندې د پوره عمل کولو غوښتنه کوو، تر څو دغه ډول رسنۍ د سزا په ليدلو سره له دغه ډول خبيث عمل څخه لاس واخلي او نور د اسلامي ټولنې رښتيني ټپونه درمل کړي.
















