(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱)
د زابل امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د نا امنیو یو لوی لامل د پوليسو خيالي شتون دی.
د زابل د امنيې قومندان سيد معراج سادات وايي، د ده د دندې په څو مياشتو کې ورته څرګنده شوې چې په مرکز او ولسواليو کې لا هم پنځه سوه خيالي پوليس شتون لري.
د سادات په وينا، د یادو پوليسو تنخواګانې اخيستل کيږي خو دندې ته حاضري نه ورکوي.
تر دې مخکې هم په یاد ولايت کې د زرو په شاوخوا کې د خيالي پوليسو د شتون خبر ورکړل شوی و خو امنيتي سرچينې وايي د پوليسو په تشکيل کې د خيالي پوليسو شتون له دې هم ډير دی .
د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې د دغه ولايت یو شمير چارواکي په خپله په فساد کې ښکيل دي، د پوليسو امتیازات خپلو جيبونو ته اچوي او د هغوی تنخواګانې او اعاشې غلا کوي.
















