د ناروې هیواد د اتم ټولګي په ذده کوونکو د یوې څیړنې په پایله کې معلومه شوي چې هغه کسان چې د موبایل، ټیبليټ او کمپیوټر پواسطه مطالعه کوي یا د سکرین پر مخ کتابونه لولي او کله کله د لوست پرو خت ټوله توجو یو ځاې ته کوي دغو کسانو کې د یاداښت ناروغي تر څنګ توجو ته هم زیان رسیږي.
د اوسلو پوهنتون استاد پروفیسور مارټي بلکسټاډ بالاس د ناروې هیواد پر ماشومانو په دې اوږده تحقیقاتي څیړنه کې مرکزي کار کړي زیاتوي، په دغو ماشومانو چې د اتم ټولګي ذده کوونکوي ول ریاضي او نورو مهارتونه مو پرې تجربه کول، موږ ته معلومه شوه هغه ماشومان چې شل کاله وړاندې يې د ریاضي مضمون لوستلو دا ماشومان د هغوئ پر نسبت ډیر کمزوري شوي ول.
دغه پروفیسور خبریالانو سره په خبرو کې هم ویلي، چې دا خبره د تشویش وړ ده چې شل کاله وروسته ولې ماشومان کمزوري شي هغه وايي پخوانیو ماشومانو هم لوست کاوه خو دا ماشومان هم لوست کوي یوازینی شئ چې ماشومانو ذهني ودې ته زیان رسوي هغه په سکرین مطالعه کې یوې نقطې ته توجو کیدل دي.
بلکسټاډ بالاس د نوي نسل د یاداښت خرابوالي اصلي عامل ګوګل سرچ یادوي، هغه وايي چې ددې پلټونکي ماشین پواسطه موږ ته ډیر معلومات راوړي چې زموږ ذهن یوازې یو نقطه راخلي چې دا له کوچنیوالي زموږ په یاداښت منفي اغیز کوي.
یونیورسټي آف اسټاوینجر يو څيړنه هم بلکسټاډ بالاس خبره تایدوي هغه څیړنه وايي چې د ډیجیټل مطالعي نه د کتاب په لاس مطالعه یاداښت قوي کوي.
د یادونې وړ ده چې ناروې کې د کتاب مطالعه په نشت ډول ده اکثره وګړي او کتابخانو والا ډیجیټل کتابونه پلوري خو د دې هیواد پوهان هم هڅه کوي داسې څه تیار کړي چې د یاداښت کمزوري ستونزه پرې حل شي.

















