زلمی خلیلزاد کابل ته رارسیدلی

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۸)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا له واشنګټنه افغانستان او سیمې ته په سفر وتلی دی.

نوموړی د خپل سفر په ترڅ کې کابل ته رارسیدلی او دلته به د ګډ حکومت له دواړو مشرانو (اشرف غني او ډاکټر عبدالله) سره وګوري.

نوموړی به همدا راز د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر نورو سیاسي څیرو سره هم مجلس وکړي.

خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته راځي چې تر دې وړاندې نوموړی له طالبانو سره تر اووم پړاو مذاکراتو وروسته لومړی چین او بیا واشنګټن ته ولاړ او هلته یې له خپلو مشرانو سره د خبرو جریان شریک کړ.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد د سولې په اړه خپل سفر پیل کړ.

په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی به لومړی کابل ته ولاړ شي او له هغه وروسته به په دوحه کې له طالبانو سره اووم پړاو دریدلي مذاکرات بیا پیل کاندي.

ویل کیږي چې طالبان او امریکایان به د اووم پړاو خبرو په پای کې یوې موافقې ته سره رسیږي او د نړیوالو په مخ کې به یوه ګډه اعلامیه خپروي.

مربوطه مطالب

Back to top button