برېتانیا:د اروپایي هیوادونو یوه پوځي ډله به د ایران په شاوخوا کې ځای پرځای کړو

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸)

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به د اروپایي هیوادونو سره په ګډه د ایران سره شاوخوا کې یوه پوځي ډله رامنځته کړي ترڅو د بیړیو د تګ راتګ امنیت وساتي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر “جرمي هانټ” واضحه کړې چې د دوی دا کار د دې لپاره نه دی چې له ایران سره لاس او ګریوان شي بلکې په وینا یې چې د خپلو بیړیو د امنیت لپاره دوی هر رنګه اقدام ته تیار دي.

ده ویلي، چې د اروپایي هیوادونو سره په دې اړه خبرې کوي ترڅو یو ګډ ځواک په سیمه کې د بیړیو د خوندیتوب په پار ځای په ځای کړي.

دا په داسې حال کې ده چې برېتانیا او ایران دواړو د یوه او بل د تیلو کښتۍ نیولي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر د ایران لخوا د دوی د بیړۍ نیول له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي خو ایران بیا وایي چې برتانوۍ بیړۍ اقلیمي قوانین په پام کې نه وو نیولي.

ایران د بریتانیا د تیلو کښتۍ وروسته له هغه ونیوله چې څه وخت مخکې برېتانیا په جبل طارق کې د ایران د تیلو کښتۍ په دې تور وګرځوله چې ګواکې سوریې ته یې تیل لیږدول.

د یادونې وړ ده چې د ایران او بریتانیا ترمنځ د کښتیو مسئلې د دواړو هیوادونو اړیکې تاوجنې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button