کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳وږی، ۱۳۹۸)
افغان حکومت ادعا کړې چې په غزني ولایت کې یې د طالبانو اړوند شریعت غږ راډیو ویشتلې او نشرات یې وردرولي دي.
طالبانو د افغان حکومت دغه ادعا رد کړې او له حقیقته یې لرې بولي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې رادیو نه ده ویشتل او په وینا یې چې نن یې هم نشرات درلودل.
د مجاهد په ټکو: “دښمن بیا کاذبه ادعا کړی چې په غزني کې يې د اسلامي امارت د شریعت غږ رادیو بمبارکړې.
موږ دا ادعا په کلکه ردوو، دشریعت غږ رادیو نن سهار هم نشرات درلودل او په هغه ځای کې اصلا وجود نه لري چې دښمن يې هلته د له منځه وړلو ادعا لري.”
د یادونې وړ ده چې څه وخت مخکې هم افغان حکومت د غزني د راډیو د ویشتلو ادعا کړې وه چې هغه وخت هم طالبانو رده کړه او اوس یې یو ځل بیا رد کړې ده.
باید وویل شي چې د طالبانو د شریعت غږ راډیو په غزني او ورسره نږدې ولایتونو کې له تیرو دریو کلونو راهیسې منظم نشرات لري او د سیمو د خلکو په وینا چې زیات اوریدونکي هم لري.
د دې ترڅنګ شریعت غږ راډیو د هیواد په نورو برخو کې هم فعاله او نشرات لري.
















