ټرمپ: ایران سره دجګړې پرځای دیوې سولییزې هوګړې په رامنځته کولو کار کوو

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا دایران خلاف په خپل دریځ کې نرمښت راوستی، نوموړي فرانسه كې د دې هېواد له ولسمشر امانوېل مكرون سره پر ځينو نورو موضوعاتو سربېره د ايران په تړاو هم خبرې كړې دي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټرمپ له مكرون سره په ليدنه کې ټينګار کړی، چې له ايران سره د جګړې په هڅه کې نه دى، بلکې غواړي له دغه هېواد سره یوې سولییزې هوکړې ته ورسېږي.

د فرانسې ولسمشر بيا خپل امريكايي سيال ته وړانديز کړى، چې ايران ته د يو څه وخت لپاره د يورانيمو غني کولو او د تېلو پلورلو اجازه ورکړي.

ټرمپ او مکرون داسې مهال د ايران په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستيو کې د يورانيمو غني کېدو پر سر د واشنګټن او تهران اړيکې خورا ترينګلې شوې دي.

تهران تیره ونۍ ویلي و چې تردې وروسته به هیڅکله واشنګټن سره په خبرو کولو خپل وخت ضایع نکړي، دده په خبره، واشنګټن همېش دنورو هېوادونو په داخلي چارو کې مداخله کوي چې دا هیچاته دمنلو نه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button