امریکا ته د ځان او مال ايستلو چانس شته؛ ښايي وروسته دغه چانس هم له لاسه ورکړي

لیکوال :شهاب لیوال

تیره اتلس کلنه جګړه دنړۍ پرمخ خونړۍ او نا متوازنه جګړه وه چې ددوه مخالفه فکرونو هیوادونو تر منځ را منځ ته شوه -امریکا -له نویمې پیړې راپدیخوا دافغانستان د اشغال خوبونه لیدل ،دروسانو له ماتې وروسته یې ددې خوب د حقیقت بدلولو کوشش شروع کړ .

کله چې مجاهدینو کابل فتحه او د نجیب کومونستي نظام یې ور ړنک کړ ،امریکا خپله خسمانه اهداف پلي کړل ،جهادي ګونډونه یې دیو او بل په مقابل کې ودرول کابل په ډیر لڼد وخت کې دباردو ،بمونو او نورو نظامي توکو په آزمایشګاه تبدیله شوه ،ورځ تر بلې وضعیت خونړۍ شوه -امریکا -کابل ته دراننوتلو اراده کړې وه چې یو ناڅاپه دطالبانو غورځنګ له قندهاره راوخوزید .

-ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله – دطالبانو ټولکۍ رهبري کوه ،په کم وخت کې یې تر غزني او میدان ښاره سیمې او ولایتونه د جهادي احزابو له پاتې شونو تصفیه او سپین محمدي بیرغ یې پرې رپانده کړ .

-امریکا -دطالبانو د پیدایښت او ددوي د مقاومت وړاندوینه نه وه کړې زکه خو هک حیران شول ،طالبانو دپینځه کلونو لپاره ۹۵%سلنه هیواد تر خپل ادارې راوست ،ټول هیواد کې  امنیت ،سوله او ورورولي حاکمه کړه ،کورنۍ جګړې خلاصې یو ډله محدود توپک سالاران په کولاب او پنجشیر کې محاصره پاتې وه .

-امریکا -د زغم او صبر کاسه نور ډکه شوه دطالبانو د اسلامي امارت دړنګولو په تکل کې شول ،هغه وخت کې یې داسامه بن لادن د تسلیملو بهانه جوړه کړه خو لکه څنګه چې طالب مشران د امریکا له اشغالیزمه اهدافو خبر وه

-‏زکه یې داسامه رحمه الله تسلیمول امریکا ته یوه اسلامي او دیني تیروتنه وبلله زکه خو یې د امریکا داغوښتنه رد او پر ځای یې د مذاکراتو وړاندیز ورکړ امریکا دطالبانو د مذاکرې لاس ټیل وه او دافغانستان د اشغال تکل وکړ ،

-‏ دداخلي غلامانو په ملتیا یې خپل هوایې او زمکني قوتونه افغانستان ته داخل ، د طالبانو نظام یې ړنک پر ځای یې دخپل د خوښې لاسپوڅۍ بې دینه دیموکرات نظام حاکمه کړ.

-طالبان -غلي پاتې نشول له لږ زنډ وروسته یې خپل ملګري منسجم او راغونډ کړل د هیواد له ګود ګوډ څخه یې د امریکا د اشغال مقابله شروع کړه تقریباً دشپږ او اووه کلونو په موده کې امریکا ماتې ته مجبوره کړه ۲۰۰۷کې امریکا رسماً ومنله چې د افغانستان جګړه د سیاسي مذاکراتو په ترڅ کې ختمیدی شي زکه خو دجګړې تر څنګ سیاسي حل لارې په لټه کئ شوو.

په ټوله کې باید ووایو چې دامريکا ملي ګټې، سټراټيژي او اقتصادي وضعيت دا نه ايجابوي، چې د افغانستان جګړې ته دوام ورکړي او خپل پوځيان دلته پرېږدي.

امريکا لپاره د افغانستان بحران د پای ته رسولو يوازينۍ لاره همدا ده، چې له طالبانو سره د روغې جوړې له لارې دا جګړه پای ته ورسوي او نور دغه جګړه اوږده نه کړي.

طالبان لا پیاوړي او په قوي مورال جګړې ته دوام ورکوي که امریکا احیاناً دا فکر کوي چې طالبان به په سیاسي مذاکراتو بوخت وساتي او ترڅنګ یې خپل جګړیز اهداف پر مخ یوسي تیروتنه کوي ،وس لا وخت لري چې خپل هغه پاتې شوني جنګي وسایل له ځانه سره یوسي خو داسې وخت به به راشي چې هغه خپل سر به هم نشي ویستلی ،تاریخ ثابته کړې چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده .

Related Articles

Back to top button