امریکا: تهران باید له واشنګټن سره خبرو ته حاضر شي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۷وږی، ۱۳۹۸)

امریکا له ایران سره پر خبرو ټینګار کړی او یوه لوړپوړي پوځي چارواکي یې ویلي چې تهران باید له واشنګټن سره خبرو ته اماده شي.

د امریکا نوي د دفاع وزیر مارک سپیر چې په واشنګټن کې یې یوه کنفرانس ته وینا کوله ویلي چې تهران باید له واشنګټن سره خبرو ته غاړه کیږدي.

ده همدا راز له ایرانه غوښتي چې ناندرۍ دې نه رامنځته کوي او د ترینګلتیا د کابو کولو لپاره دې له امریکا سره د خبرو میز ته حاضر شي.

د امریکا دغه لوړپوړی چارواکی په داسې وخت کې د ایران سره په خبرو ټینګار کوي چې تهران بار بار له امریکا سره د خبرو دروازه تړلې بللې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني څو ورځې وړاندې د ډونالډ ټرمپ د هغه هرکلي په وړاندې چې د فرانسې ولسمشر ورته د حسن روحاني سره د لیدو غوښتنه کړې وه، توند غبرګون وښود.

روحاني ویلي وو چې له امریکا سره خبرې به د واشنګټن له توبې پیلیږي.

ایراني چارواکي ټینګار کوي چې دوی به له امریکا سره هغه وخت خبرو ته حاضر شي چې کله د دوی مذهبي مشر ایت الله خامنه یي اجازه ورکړي او یا هم واشنګټن له تهرانه ټول بندیزونه لرې کړي نه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button