لیکوال: دکتور علي صلابي
کېدای شي د هرمز تنګی د امریکا د پای سبب شي.
رې ډېلیو، چې د امپراتوریو د ۵۰۰ کلن تاریخ څېړونکی او د میلیاردونو ډالرو د مدیریت مسئول دی، نن یوه مقاله خپره کړه.
په هغه کې یوه جمله ده چې هر څه رانغاړي:
«د هرمز تنګي کنټرول له لاسه ورکول د امریکا لپاره داسې کېدای شي لکه د ۱۹۵۶ کال کې د سوېس کانال کنټرول له لاسه ورکول د بریتانیا لپاره.»
مخکې له دې چې دا جمله درک شي، اړینه ده د ۱۹۵۶ کال په اړه وغږېږو.
ځکه چې هغه څه چې هلته وشول، کېدای شي نن بیا تکرار شي.
۱۹۵۶: د بریتانیا پای وو.
د ۲۰۰ کلونو لپاره بریتانیا د نړۍ ستر ځواک وو.
پونډ استرلینګ د نړۍ اسعار وو. سمندري ځواک یې پر سمندرونو واکمن وو.
د ځواک مهم ټکی یې: د سوېس کانال وو.
د نړیوالې سوداګرۍ لویه برخه له همدې کاناله تېرېده.
څوک چې کانال کنټرول کړي، نړیواله سوداګري کنټرولوي.
په ۱۹۵۶ کې مصر دا کانال ملي کړ او ویې ویل: «دا اوس زموږ دی».
بریتانیا ګواښ وکړ: «کانال خلاص کړئ، که نه راځو.»
مصر ونه مانه.
بریتانیا د فرانسې او اسراییلو سره برید وکړ.
خو بیا څه وشول؟
امریکا وویل: «بس دی».
شوروي وویل: «بس دی».
ملګرو ملتونو وویل: «بس دی».
بریتانیا اړ شوه شاتګ وکړي.
په همدې ورځ نړۍ یو حقیقت ولید:
بریتانیا نور ستر ځواک نه وو.
وروسته څه وشول؟
پونډ سقوط وکړ
متحدین لرې شول
مستعمرې خپلواکي اعلان کړه
پانګې وتښتېدې
په شلو کلونو کې بریتانیا عادي هېواد شو.
دوه سوه کلنه امپراتوري د یوه کانال له امله ختمه شوه.
بلکې د یوه تصور له امله:
«دا هېواد نور قوي نه دی»
کله چې دا تصور ټینګ شو:
پانګې وتښتېدې، متحدین لرې شول، نظام سقوط شو.
رې ډېلیو وايي: همدا حالت اوس د امریکا لپاره تکرارېدای شي.
ولې هرمز دومره مهم دی؟
د نړۍ د تېلو ۲۰٪ له دې تنګي تېرېږي.
د سعودي، اماراتو، کوېت او عراق تېل ټول له همدې لارې ځي.
که دا تنګی وتړل شي:
د تېلو بیې لوړېږي
نړیوال اقتصاد درېږي
خلیجي هېوادونه صادرات نه شي کولی
اروپا د انرژۍ بحران سره مخ کېږي
اسیا کې فابریکې بندېږي
تصور وکړه:
یوه لویه لار ده چې یوازې یو تونل لري، ټول توکي له همدې تېرېږي.
یو کس د تونل په خوله کې ناست دی او وايي:
«له اجازې پرته څوک نشي تېرېدلی.»
ډېلیو وايي: که امریکا دا تونل بېرته پرانستلی نشي، هر څه به بدل شي.
د ډېلیو تاریخي قاعده
ده د ۵۰۰ کلونو تاریخ مطالعه کړی او یوه نمونه یې موندلې:
پای تل یو شان وي.
یو ستر ځواک وي
د نړۍ پیسې او سمندري لارې کنټرولوي
نړۍ پرې باور لري
بیا یو کوچنی ځواک یې پر مهمه سوداګریزه لار ننګوي.
که ستر ځواک دا لار خلاصه کړي:
ځواک یې ټینګ پاتې کېږي
باور دوام کوي
که ونه شي کولی:
باور له منځه ځي
متحدین لرې کېږي
پانګې تېښته کوي
امپراتوري سقوط کوي
همداسې پرتګال، هالېنډ او انګلستان ختم شول.
د امریکا اوسنی حالت
پورونه: ۳۸ ټریلیون ډالر
سود: هر کال له ۱ ټریلیون زیات
په ویتنام کې ماتې
له افغانستان وتل
په عراق کې ګډوډي پرېښودل
نړۍ اوس باور لري چې امریکا نور پخوانی ځواک نه دی.
د جګړې مهم ټکی
ډېلیو وايي:
په جګړه کې د درد زغمل تر درد ورکولو مهم دي.
ایران هڅه کوي جګړه اوږده کړي، ځکه پوهېږي چې:
د امریکا د اوږدې جګړې زغم کم دی
ایراني لوری دا جګړه د عزت او بقا مسئله ګڼي،
خو د امریکا لپاره اندېښنه: تېل او ټاکنې دي.
ایا حل شته؟
ډېلیو وايي: نه.
هر حالت کې راتلونکې دوره به سخته وي.
دا جګړه به تاریخ بدل کړي، نه یوازې منځنی ختیځ بلکې ټوله نړۍ.
که امریکا بریالۍ شي:
ډالر به قوي شي
متحدین به نږدې شي
واکمني به دوام وکړي
که امریکا ماتې وخوري:
ډالر به سقوط وکړي
طلا به لوړه شي
متحدین به لرې شي
چین به قوي شي
پایله
رې ډېلیو وايي:
هرمز د امریکا وروستۍ ازموینه ده.
که بریالۍ شي → واکمني دوام کوي
که ماتې وخوري → د ۱۹۵۶ بریتانیا سناریو تکرارېږي
د ۵۰۰ کلونو تاریخ یو درس ورکوي:
امپراتورۍ هغه وخت ختمېږي چې مهمې سوداګریزې لارې له لاسه ورکړي.
پرتګال ختم شو.
هالېنډ ختم شو.
انګلستان ختم شو.
ایا اوس د امریکا وار دی؟
ځواب: په هرمز کې دی.

















