یکشنبه, فبروري 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
7
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمدسليم سليمان

پان‌تُرکيزم هغه سیاسي او فکري نظریه ده چې موخه یې د نړۍ د ټولو ترک‌الاصل ملتونو، قومونو او ژبو د یوې سترې ګډې جغرافیې، واحد سیاسي ځواک او تر ګډ فرهنګي تمدني هویت لاندې راټولول دي. پان‌تُرکيزم د یو فکري جریان په توګه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې را پیل شو. د دې مفکورې د لومړنیو تخمونو ریښه د روسیې په ترک مېشتو سیمو کې د ترکي ژبو د یووالي له بحثونو سره تړاو لري، خو په رسمي او سیاسي بڼه یې وده هغه مهال تېزه شوه چې د عثماني امپراتورۍ یو شمېر فکري کړیو او د اتاترک په وخت کې نوموړي ته اصلاح غوښتونکو حلقو دا نظريه مطرح کړه چې ټول ترک ملتونه باید یو ګډ تمدن او ګډ سیاسي مرکز جوړ کړي. او د ترکیې، آذربایجان، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاتارستان، کریمیا ، د چین تر سین‌جیانګ او د روسیې تر سايبريا پورې سیمې په یو ستر توراني بلاک بدل کړي.

دا هم ولولئ

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

په شلمه پېړۍ کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت د عثماني امپراتورۍ یو شمېر سیاستوالو او نظریه‌والو دا مفکوره د دولتي سیاست په کچه مطرح کړه او هماغه وخت د (توران) د پراخې جغرافیې تصور د رسمي شعار په بڼه راڅرګند شو. یعنې لنډه خبره دا ده چې پان‌تُرکيزم د ۱۸۸۰ – ۱۹۱۴ تر منځ فکري بڼه واخیسته او د ۱۹۱۴ – ۱۹۲۰ په کلونو کې د عملي پروژې په شکل وازمویل شوه.

دا نظریه ځان یوازې فرهنګي یووالی نه ګڼي، بلکې د سیاسي، جیوپولیټیک، اقتصادي او پوځي یو ځای کېدلو ستره موخه هم ورسره تړلې ده. په معاصر وخت کې د پخواني عثماني نفوذ احساس، د ترکیې او آذربایجان نږدې اتحاد، او د ترک دولتونو د سازمان جوړېدل د پان‌تُرکيزم د بیا راپورته کېدو نښې ګڼل کېږي. د دې نظریې مخالفین په دې باور دي چې دا د نوي استعماري نفوذ یو بڼه ده او په سيمه کې د توازن د ګډوډېدو خطر زیاتوي، خو ملاتړي یې دا د ترک هویت د دفاع او د سیمې د قوت او یووالي لپاره مشروع هدف بولي. په ټوله کې پان‌ترکيزم یوازې یو فرهنګي خوځښت نه بلکې یو پراخ جیوپولیټیک پروګرام دی.

په اوسني نړیوال سیسټم کې د څو قطبي نړۍ نظریه داسې يو انځور وړاندې کوي چې لوی قدرتونه باید د خپلو متضادو ګټو ترڅنګ د ګډو تفاهمي نقطو په لټه کې هم واوسي ، اصول مراعت کړي او د خبرو اترو لړۍ پرله ‌پسې او دوامداره وساتي. امریکا، روسیه او چین په همدې هڅه کې دي، خو د دې سیستم د دوام لپاره لازمي شرط دا دی چې هر لوبغاړی زبرځواک ځان د قواعدو پابند وبولي. خو ترکیه له دې چوکاټ څخه ځان جلا تعریفوي او د نفوذ د پراختیا لپاره د پان‌ترکيزم نظریه د یوې سترې ایډیالوژیکي لارنقشې په توګه کاروي. انقره هڅه کوي چې د ترکی ژبې لرونکو ټول هېوادونه د یوه ګډ سیاسي او د قدرت واحد کې راټول کړي، او هر ځای چې فرصت پیدا کړي، د جیوپولیټیک خاليګاوو څخه نه یوازې استفاده وکړي، بلکې هماغه خلا په خپله ګټه بدل کړي.

د آذربایجان سره د اړیکو ژوره کېدل د دې مفکورې ښکاره نتیجه ده. په قره‌باغ کې د حالت د څرنګوالي بدلون، او د مسکو پر ځای د انقرې د نفوذ قبولول، د پان‌ترکيزم په عملي ساحه بدل شوی دی. په همدې ډول د روسیې په شمالي قفقاز، کریمیا او تاتارستان کې د انقرې د نمايندګانو فعال حضور، د کریمیا د ټآپووزمې د (عثماني الحاق) د تصور بیا تازه کول، او د تاتارانو تمایل د فشار د وسیلې په توګه کارول هم ددې پراخو هڅو يوه لار نقشه ده. دغه ډول فعالیتونه په منځنۍ آسیا کې هم په تیز سرعت روان دي؛ قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغیزستان له مخکې څخه د (ترک دولتونو سازمان) په چوکاټ کې شامل شوي، او انقره هڅه کوي چې دا چوکاټ یوازې فرهنګي نه، بلکې امنیتي – پوځي مفصل جوړښت ته واړوي.

په منځني ختیځ کې د سوریې په جګړه کې له راډيکالو د ترکیې ملاتړ، د لیبیا په بحران کې مستقیمه ښکېلتیا، په قطر کې پوځي اډې او د تونس د سیاست د یوې برخې ملاتړ، د انقرې د پراخ نفوذ ښکارندويي کوي. انقره هڅه کوي چې دا پراختیا نه یوازې د نرم ځواک په وسیله پر مخ یوسي ، بلکې په سخت یا نیمه سخت ځواک باندې هم تکیه وکړي. په همدې ډول، د ایران په شمال کې د قومی جوړښت حساسیت د انقرې د محاسبې برخه ده، ځکه که انقره په دې برخه کې د هویت او ژبې احساساتو ته په مهارت تحرک ورکړي، نو د ایران شمالي جغرافیه د راتلونکې ممکنه شخړې لپاره د نفوذ په مهم میدان بدلولی شي.

په سترې کچې باندې د نوي (توران) تصور د بالکان څخه د چین تر سین‌جیانګ پورې د یوه دایمي ذهنیت په شکل مطرح شوی دی. دا یوازې د تاریخ د تکرارولو فکر نه دی؛ بلکې په انقره کې ډېر سیاسي تحلیلګران دا کار د خپل نسل د تاریخي ماموریت په توګه بیانوي. د دفاعي صنعت پراختیا، د بې‌پیلوټه الوتکو تولید، د انرژۍ د ټرانزیټ لارې، د قفقاز او ولګا په لور د اقتصادي لارو تړل، او د ترانزيټ بدیلونو جوړول د دې اوږدمهاله ستراتیژۍ هغه عملي بنیادونه دي چې د هویت شاته د ځواک مستند واقعيتونه پټوي.

مخالفین دې ته د یوې استعمارګرې پروژې په سترګه ګوري او باور لري چې دا حرکت د سیمې د توازن ګډوډولو، د نورو ملتونو د حاشیې ته کولو او د هېوادونو تر منځ د ټکر د نوې جغرافيې جوړولو ته زمینه برابروي. خو ملاتړي یې دا د تاریخي عدالت، فرهنګي یووالي او د “ترکي تمدني دایرې” د احیا په توګه تشریح کوي. د همدې تر منځ انقره ځان د یوه نوي (مخکښ) قدرت په توګه تعریفوي ـ داسې رول چې نه یوازې له ناټو سره له ټکر نه ډاریږي، بلکې د خپلو جیوپولیټیکو تصمیمونو لپاره د نړیوالو قدرتونو د رضایت اړتیا هم نه ویني.

په همدې دلیل پان‌ترکيزم نن یوازې دا چې د ژبې، تاریخ او اصل د یووالي شعار نه دی؛ بلکې دا د انقرې لپاره په عمل کې د ځواک د جغرافیې د بیا جوړولو او پراخولو وسیله ده، چې د سیمې د امنیتي معادل توازن د بدلون لپاره د یوه لوی فکري او ستراتیژیک پلان د وسيلې په توګه کارول کېږي.

لوی ټکي: پان،ترکیزم،سیاسي،پروژه،
مخکینې مطلب

حماس: د رفح جګړې مسؤلیت به د صهیونیستي ريژیم پر غاړه وي

بل مطلب

د سوډان جګړه؛ ګڼو ښارونو کې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
افغانستان

د جمعي امنیت تړون سازمان لخوا له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو ادعا؛ ذبیح الله مجاهد د تعامل او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ابوعبیده: مقاومت طوفان الأقصی جګړه کې تاریخي استقامت ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حسام بدران: غزې ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو له اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com