طالبانو؛ کابل ښار کې دکمانډویي ځواکونو یو افسر وژلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)

دوسلوالوطالبانو چریکي ګروپ کابل ښار کې د کمانډو ځواکونو يو مشهورافسر وژلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه دبریدمسئولیت منلی او نوموړی د شفیق الله په نامه د کمانډو عسکرو یو افسر بللی.

یاد برید تير ماښام د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند بني حصار سيمه کې شوی دی.

مجاهد یاد افسر د بليک واټر کرايه شوي عسکر یاد کړی او ويلي يې دي چې دا بريد يې د چاپه وهونکو عسکرو پر ضد د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې کړی دی.

یاده دې وي چې وسلوالو طالبانو دې وروستیو کې دکابل ښار په شمول ډیری نورو ښارونو کې لوړ پوړي دولتي اونظامي چارواکي په نښه کړل چې حکومتي لوري ته یې غټ سرخوږی جوړ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button