کابل ټکی کام( شنبه، ۱۶وږی، ۱۳۹۸)
د ایران د باندینیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې امریکا دې له دوی سره شوي اتومي تړون ته بیرته ستنه شي، دوی به خبرو ته ورسره کیني.
د ډونالډ ټرمپ په ګډون نورو امریکایي چارواکو څو ځل له ایرانه غوښتي چې له دوی سره دې خبرو ته کیني خو ایراني مشران بیا انکار کوي او وایي چې واشنګټن دې لومړی پر تهران لګیدلي بندیزونه لري کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په اندونیزیا کې له خپل سیال سره د لیدنې پر مهال هم ورته خبر کړې او ویلي یې دي چې دوی له امریکا سره هغه وخت خبرو ته کیني چې اتومي تړون ته ژمن پاتې شي.
نوموړي ویلي: “مو څو ځل مخکې هم ویلي او بیا وایو چې هر وخت امریکا اتومي تړون ته ستنه شوه، موږ چمتو یو چې خبرې ورسره وکړو او هغه کومې ژمنتیاوې چې موږ له اټومي تړون سره راکمې کړي، هغه بیا پیلوو”
د ظریف په وینا چې امریکا اقتصادي ترهګري پیل کړې او په دې برخه کې یې په اروپایي ټولنه هم نیوکې کړي دي.
ده ویلي چې اروپایي ټولنې هم په دې برخه کې له تهران سره هېڅ مرسته نه ده کړې.
د یادونې وړ ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ له ډیر وخت راهیسې اړیکې ترینګلې دي او لا هم مخ پر خرابیدو روانې دي.


















