کابل ټکی کام( شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸)
امریکا د طالبانو سره د افغان سولې په اړه د شوې هوکړې لاسلیک ته لیوالتیا ښیي.
د متحده ایالتونو د باندینیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې دوی له طالبانو سره د یوې هوکړې رسیدو ته لیواله دي او په ټکو یې، موږ ټینګار کوو ترڅو د ۲۰ کلنې جګړې د ختمولو پر هوکړه لاسلیک وکړو.
نوموړي دا خبرې په یوه مرکه کې وروسته له هغه کړي چې ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړی وو چې پمپیو به دغه هوکړه لاسلیک نه کړي.
پمپیو د دې هوکړې پر ارزښت هم غږیدلی او زیاته کړې یې ده چې دا به کومه مسخره هوکړه نه وي بلکې په وینا یې چې په دې کې د مسئلې ټول اړخونه څیړل شوي دي.
د ده په وینا چې ټرمپ به د ډاډ او اطمنان ترلاسه کولو وروسته دغه هوکړه لاسلیک کړي.
مایک پمپیو د بین الافغاني خبرو پیل د دې هوکړې تر لاسلیکه پورې متعلق کړی او ویلي یې دي چې د دې هوکړې لاسلیک به بین الافغاني خبرو ته هم لار پرانیزي.
دا خبره په داسې حال کې کیږي چې تازه وړمه ورځ یو ځل بیا خلیلزاد او په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر قطر ته د طالبانو سره د خبرو لپاره تللي دي.
وړمه شپه دواړه لورو د شپې تر دوو بجو پورې خبرو ته ادامه ورکړې وه.
طالب ویاند سهیل شاهین په خپل تویټر لیکلي چې تیر مذاکرات هم مهم او پرمختګ پکې وشو او همدا رنګه په وینا یې، ملا برادر، خلیلزاد، سکاټ میلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ګډه غونډه کړې ده.
سهیل شاهین لیکلي: “پرون مو له امریکایې لوري سره دشپي تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس در لود او نن ماښام محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود. دواړه مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ وشو.”
تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې دواړه خواوې به دغه هوکړه څه وخت د رسمي مراسمو په ترڅ کې اعلان کړي خو ویل کیږي چې ممکن په نږدې ورځو کې د یو مهم زیري اعلان واوریدل شي.


















