کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)
رپوټونه وایي چې دپکتیکا ولایت د مختلفو رسنیو یوشمېر خبریالان دپکتیکا _ پکتیا پر لویه لار له موټر ښکته شوي او نامعلوم لوري ته انتقال شوي.
یاد خبریالان د جمعې په ورځ ماسپښین مهال چې پکتیا ولایت ته د یوه سیمینار لپاره پر لاره وو، وسله والو له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې وړي دي.
دغه پېښه د پکتیا – پکتیکا پر لویه لار د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زرمت بازار په یو کیلومترۍ کې شوې ده.
د پکتیکا ولایت خبریالان وایي چې دا کار وسلوالو طالبانو کړی او ترې غوشتي یې دي چې د بیان ازادۍ ته په احترام دغه خبریالان ژر تر ژره راخوشې کړي.
خو طالبانو تر اوسه پورې په اړه څه نه دي ویلي، خو ترې وړاندې یې بار بار یوشمېر رسنیو ته خبرداری ورکړی و چې خپل مسلک ته په کتو دې بې طرفي اختیار کړي نه داچې دجګړې یو طرف ونیسي.


















