کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلمیار پر هغو څرګندونو توند غبرګون ښودلی چې دټاکنو کمېسیون ته یې دغیر بامیوتریک رایو د نه شمارنې پر سر ګواښ کړی و.
اجرایه رییس وایي هېڅوک حق نه لري چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارکوونکي او چارواکي وګواښي او دا مسئله باید په جدي توګه وڅېړل شي.
عبدالله عبدالله پر قانوني مراجعو غږ کړی چې د فضل الهادي مسلمیار ګواښ وڅېړي او په اړه یې باید پرېکنده اقدام وشي.
ډاکټر عبدالله له مسلمیار دا هم غوښتي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له چارواکو د خپلو غیر مسولانه څرګندونو له امله بښنه وغواړي.
مسلمیار نن په مشرانو جرګې کې دټاکنو کمېسیون هغه خبرداري ته غبرګون وښود چې تېره ورځ یې فقط دبامیوتریک رایو مشروعیت اعلان کړ.
مسلیمار چې په توند لهجه یې خبرې کولې وویل《بعضو دوستانو نه مې واورېدل چې بې بامیوتریکه رایې نه شمارل کېږي، ددوی په پلار به یې هم شمارو، ځکه دوی له هغو ساحو ندی خبر چې هلته داسهولت نه و موجود》.


















