نبیل: لومړی پړاو ټاکنې هیڅ ګټونکی نه لري، دټاکنو کمېسیون دې دویم پړاو ته تیاری ونیسي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
دټاکنو پر سر راولاړ شوی کړکېچ دپراخېدو په حال کې دی، دولسمشریزو ټاکنو بل نوماند رحمت الله نبیل نن لومړی پړاو ټاکنې بې نتیجې اعلان کړي.
رحمت الله نبیل چې نن یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د لومړي پړاو ټاکنې ګټونکی نه لري نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید ددویم پړاو ټاکنو لپاره تیاری ونیسي.
دده په خبره ددوی معلومات ښيي چې په دې پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند هم قانوني رایه نه ده پوره کړې نو ځکه باید ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.
رحمت الله نبیل پر هغو ټاکنیزو ټیمونو هم نیوکه وکړه، چې تر وخت مخکې یې خپله بریا اعلان کړې ده، دده په خبره دا له قانون سرغړونه ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې باید تعقیب کړي.
نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ، چې یوازې بایومیتریک شوې رایې باید وشمېرل شي او هغه رایې باید ټولې باطلې اعلان کړل شي چې له بایومتیرک پرته کارول شوې دي.
خو دمشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار بیا دټاکنو کمیسون ته ګواښ کړی او په خبره یې، بې بایومیترکه رایې به یې په پلار هم شمارم ځکه چې بعض ځایونو کې یاد سهولتونه نه و موجود.



