ميدان وردګ: د ګډو ځواکونو عملیاتو او بمبار کې شپږ ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۴، چهارشنبه)
د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات او بمباري کړې چې پر مهال يې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په صدمرده او سنګ کلا سيمو کې ترسره شوي دي.
ځايي اوسيدونکي وايي، ګډو ځواکونو په سیمه کې یو شمير کورونه پلټلي، د خلکو شخصي وسایط يې سوځولي او وروسته يې بمباري هم کړې ده.
د صدمرده سیمې یو تن اوسيدونکي ګلاجان د کابل ټکی کام ته همکار ته ويلي، چې د ګډو ځواکونو په بمارۍ او عملیاتو کې لس کورونه ویجاړ شوي، شپږ ملکيان وژل شوي چې پنځه يې د یوې کورنۍ غړي دي.
په وروستيو کې د صفریو- دوه- درې ځانګړې قطعې له بهرنيانو سره ګډ شپني عملیات ترسره کوي چې تر ډيره پلکي ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم ګډو ځواکونو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شاوخوا شل تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
که څه هم وخت ناوخت د ګډو ځواکونو په ورته ډول عملیاتو کې زياته مرګ ژوبله او تلفات ملکيانو ته اوړي خو په وړاندې يې بشري بنسټونه، ملګري ملتونه، چارواکي، بهرنيان او د ملکي تلفاتو د مخنیوي بنسټونه چوپه خوله دي.


