ملگري ملتونه: ښایي ترکیه په جنګي جرمونو تورنه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ٢٤ تله ، ۱۳۹۸ل، چهارشنبه)

ملگري ملتونه وایي په سوریه کې د هغو ځواکونو د چلند په وجه چې ترکیه یې ملاتړ کوي د دې امکان شته چې دغه هیواد په جنگي جنایتونو تورن شي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو سازمان دفتر د سه شنبې په ورځ اکتوبر (١٥مه) وویل چې د سوریې پر شمال ختیځ باندې د ترکیې د بریدونو د پیل راهیسې د ملکي و ګړو مرګ ژوبله یې په مستنده توگه ثبت کړې ده.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخې دغه مرگ ژوبله د هوایي او ځمکنیو بریدونو په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان ویاند خبریالانو ته وویل هغه ویدیوګانې یې ترلاسه کړي چې د ترکیې تر ملاتړ لاندې قواوې درې تنه کردي بندیان د اکتوبر په (١٢مه)  نيټه یوه لویه لاره کې وژني.

هغه وویل چې د شته راپورونو له مخې یوه کردۍ سیاستواله هم په همدې ورځ او عین ځای کې د همدغو ځواکونو له لورې قتل شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان له ترکیې غوښتي چې ددغو وژنو د عاملانو د پیژندلو لپاره “ناپیلې، شفافې او خپلواکې” پلټنې وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د دوو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه څلور تنه نور هغه وخت ووژل شول چې په په رأس العین کې د ترکي پوځ یو هوایي برید په نښه کړل.

ملګرو ملتونو همداشان ویلي چې د ترکي ځواکونو او د هغوی تر ملاتړ لاندې جنگیالیو له خوا په پنځو روغتیایي مرکزونو  د ځمکنیو او هوایي بریدونو رپوټونه یې هم ترلاسه کړي دي.

 د ملگرو ملتونو په وینا دغه بریدونه د بریښنا او اوبو رسولو د شبکو په گډون په ملکي بنسټونو شوي دی.

دغه راز راپور کې دا يادونه هم شوې ده، چې ترکي مقاماتو په ترکیه کې د کردي جنگیالیو له لورې په توغول شوي راکټ کې د ١٨ ملکي و ګړو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

Related Articles

Back to top button