کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ لړم ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دفراه ولایت دوو ولسوالیو (بکواه _ ګلستان) کې دحکومتي عسکرو په نظامي قطار بریدونه کړي؛ درانده مالي او ځاني تلفات یې ور اړولې دي.
طالب ویاند قاری یوسف احمدي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،” نن غرمه د فراه ولایت بکوا او ګلستان ولسوالیو تر منځ پتاوک او پوزګي سیمو کې دکابل ادارې عسکرو په قطار چاودنې او بریدونه وشول”.
احمدي زیاته کړې،”د یادو بریدونو په نتیجه کې له ۲۰ ډير عسکر مړه او ټپيان شول، ۲ ټانګونه، یو انټرنیشنل موټر او ۲ اکمالاتي موټر ویجاړ شول”.
احمدي دخپل ټوېټ په وروستۍ برخه کې لیکلي چې ددوی ملګرو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
د یادونې وړ ده چې دمذاکراتي بهیر له لغوه کېدا وروسته وسله والو طالبانو دهېواد په لر اوبر کې خپلو نظامي بریدونو ته زور ورکړی دی چې د ګڼو لاسته راوړنو ادعا یې کړې ده.


















