اسماعيل خان، د چين ناستې ته د ۲۵ کسیز پلاوي له جوړېدو خبر ورکړ

کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٢ لړم ،١٣٩٨ل)
د هرات پخواني والي، دکرزي په واکمنۍ کې د بريښنا وزير او د شوروي ضد جهاد پر مهال د مجاهدينو يو قوماندان تورن محمد اسماعیل خان ويلي، چې د افغان سولې په تړوا په چین کې د جوړيدونکې غونډې لپاره د ۲۵ افغانانو لېست چمتو شوى چې پنځه په کې د ګډ حکومت غړي دي.
اسماعیل خان رسنيو سره په خبرو کې ویلي چې د پيکېنګ د راتلونکې ناستې لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سیاسیونو د شل کسیز پلاوي نوملړ تيار شوی دی.
نوموړى وايي، چې په دې شل کسیز هٸت کې پنځه تنه يې د ګډ حکومت چارواکي دي، خو دا چې دګډ حکومت مشر په سفر دی، دغه کسان لا تأیيد شوي نه دي.
د افغان حکومت ویاندویانو د دې نوملړ په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې د کابل رژيم يوې سرچينې رسنيو ته ویلي و چې په دې غونډه کې ګډ حکومت ګډون نه کوي.
تورن اسماعیل خان چې د دې غونډې ګډونوال دی، وايي چې عطا محمد نور، رنګین دادفر سپنتا، یونس قانوني او یو شمېر نور افغان سیاستوال په دې لېست کې شامل دي.
ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په (۲۹)مه او(۳۰)مه د پیکېنګ ناسته جوړه شي، طالبانو هم ویلي چې په دې ناسته کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تأیید کړې چې په دې ناسته کې ګډون کوي.
هغه په خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د پیکېنګ ناسته د مسکو او دوحې د غونډو لړۍ ده چې ټول ګډون کوونکي به د افغان سولې په هکله خپل شخصي نظریات څرګندوي.



