
يوښه استاذ باید لاندې صفات ولرى.!!
ليکنه: محمد انعام حماد
۱. له شاګردانو سره ښه سلوک کول،ډاډ ورکول دهغوۍ حوصلې لوړول او هغوۍ ته دعا کول له نبوی کړنو څخه دی ۲. خپله پوهیدل او بیا شاګردان پوه کول سلیم فهم او ذکاوت ته اړتیا لری چې دا دواړه په عمل او تقوی سره منځ ته راځی ۰۳ به یوه وړه غلطی باید سترګې پټې نشی او اصلاح یې په اخلاص او نرمه لهجه ترسره شی نه په غصه،ښکنځلو او وهلو ۰۴ په شپنۍ مطالعه کې دراتلونکې ورځې ددرسی پلان جوړولو پر مهال باید تر ټولو کمزوری شاګرد په پام کې ونیول شی ۰۵ دورځنی درس د ورکولو پر مهال باید دشاګردانو صلاحیت ته هم کما او هم کیفیتا وکتل شی ۰۶ دنوی درس د و رکولو په مهال باید داستاد غږ تر ممکن حده لوړ وی ۰۷ ځیرک شاګرد ته باید دځینو خاصو درسی او دمضمون سره مطابقو قاعدو یادونه وشی ۰۸ په ورځنی درس کې باید استاد په شاګردانو درسی تمرینونه وکړی تر څو دآزموینې له ورکولو سره اشنا شی ۰۹له درس پرته باید په ځانګړو مجالسو کې استاذ شګردانو ته غوره علمی فکرونه،دژوند تجربې،صبر او استقامت او ورته داسی موضوعاتو باندې خبری وکړی چې د درسی اداری کلک حمایت ترې په ډاګه شی ۰۱۰ څرنګه چې د شاګردانو تړاو دادارې په پرتله استاذ سره زیات وی نو اخلاقی روزنې ته په پام اړینه ده چې د درسی اداری له قوانینو یې خبر کړی او د عملی کولو یې توصیه ورته وکړی متعدد مأخذونه



