امريکا پر ایران نوي بنديزونه ولګول

کابل ټکى کام (جمعه ، ١٠ لړم ، ١٣٩٨ل)

امريکا دا ځل د ایران په ساختماني او عسکري برخو کې پر کاریدونکو، توکو بندیزونه لګولى.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د “مایک پمپیو” په حواله ویل شوي دي چې د امریکا لخوا به پر ایران فشارونه دوام ولري.

د پمپيو له قوله د ایران په ساختماني سکتور، چې د ايران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، نوي بندیزونه لګول شوي دي.

دغه راز په خبر پاڼه کې ویل دي شوي چې د ایران د اتومي او بالستیک توغندیو په پروګرام کې په کاریدونکو ۴ توکو هم بندیزونه لګول شوي دي.

ددې بندیزونو له مخې څوک نه شي کولى چې ایران سره د ساختماني موادو پیر او پلور وکړي. هغه بهرني شرکتونه چې د ایران سره په دې برخه کې معامله او یا تجارت کوي، یا به نقدي جریمه او یا به پرې بندیزونه ولګول شي.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم امریکا د ایران د انرژۍ پر سکتور، مرکزي بانک او دغه راز د ایران د دیني مشر ایت الله علي خامنه يي، بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او سپاه پاسداران ځواکونه د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button