پښتو ګرامر!!

څلورم درس

لیکونکی او راټولوونکی: امین وردګ

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين ، والصلة ، و السلام على محمدٍ ، و على آله و اصحابه اجمعين.

(څلورم درس)

اسم (نوم) Noun):

نوم عبارت له هغې کلمې څخه دى : چې د مکان (ځاى) او شخص د پاره کارول کيږي لکه :

(افغانستان ، امین الله، يحي ، زکريا ، محمود، میرویس، احمد شاه ، محمد عمر ، منصور ، حقاني، مخلص، وردګ ، هلمند، پکتیا، ننګرهار)

نوم د مفهوم او مانا په حساب سره، پنځه ډولونه لري :

(خاص نوم) لکه: يحيا ، زکريا

(عام نوم) لکه : جومات ، کلى

د (جنس نوم ) لکه : غنم ، وربشې

د (جمعې نوم ) لکه : خلک ، لښکر

(مجرد نوم ) لکه : مينه ، عقل

نور بیا… دا لړۍ دوام لري ان شاءالله ، د هرې جمعې مبارکې په ورځ یې له (کابل ټکی کام) څخه په تمه اوسئ!

مربوطه مطالب

Back to top button