ترکيه: د سوریې۱۸ تنه عسکر يې روسیې ته سپارلي

کابل ټکى کام (جمعه ، ١٠ لړم ، ١٣٩٨ل)
ترکيه وايي د سوریې په جنوب ختیځ د راس العین سیمه کې نیولي ۱۸ تنه د سوریې رژیم سرتیري یې د روسي مقاماتو سره د خبرو اترو په په پایله کې روسیې ته وسپارل.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د اکتوبر په ۲۹ مه نيټه پې د راس العین ښار په جنوب ختیځ کې د چاڼیزو عملیاتو ، کشفي او امنیتي فعالیتونو پر مهال نیول شوي ۱۸ تنه د اسد رژیم سرتیري له روسي چارواکو سره تر خبرو وروسته د یو توافق له مخې روسیې ته سپارلي دي.



